Asset 1SWN

ننګرهار کې د ګوزڼ درېیمه مثبته پېښه ثبت شوه

Polio_BG.jpg

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالي کې د پولیو یا ګوزڼ درېیمه مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.

د یاد ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا په روان ۱۴۰۲کال کې په ننګرهار کې د پولیو درېیمه مثبته پېښه ده چې ثبتېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې مخکې دواړه مثبتې پېښې هم د دغه ولایت په اړوند سیمو کې ثبت شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر دې ناروغۍ اخته ماشوم شاوخوا دوه نیم کاله عمر لري. دا په تېرو دوو اوونیو کې درېیمه مثبته پېښه ده چې دغه ولایت کې ثبتیږي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو په ثبتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ په‌کې له‌منځه نه ده تللې او وخت ناوخت په‌کې د پولیو د مثبتو پېښو خبرونه ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام