د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالي اړوند سیمه کې یوه کس خپل ورور وژلی دی.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه ۸:۵۰ د سیاه‌ګرد ولسوالي په «قول‌خول» کلي کې د جمشېد په نوم یو کس د خپل ورور عباس له لوري د ښکاري ټوپک په وسیله وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حبیبي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې قاتل له سیمې تښتېدلی او د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دی. د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې پروان ورته پېښه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

څو ورځې وړاندې هم د پروان ولایت امنیې قومنداني په یوې خبري ناسته کې د نهو هغو کسانو د نیولو خبر ورکړ چې په وروستیو څو میاشتو کې د قتل په تور نیول شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام