کابل ښاریان د هوا ککړتیا د زیاتوالي په اړه شکایت کوي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي په ښار کې د هوا ککړتیا د زیاتوالي په اړه شکایت کوي او د سرپرست حکومت له اړوندو ادارو غواړي چې د هوا ککړتیا مخه ونیسي. د کابل ښار اوسېدونکی رفېع‌الله اميني چې د هوا ککړتيا له کبله ناروغ شوی، وايي:
«زه چې دباندې کاروبار کوم، ځینې وخت د هوا ککړتیا له امله مې سترګې او ستونی خوږېږي. دا ککړتیا چې له دود څخه جوړه شوې، زما د ناروغېدو لامل کېږي.»

د بیړني حالت د اعلان احتمال؛ د کابل هوا سرې کرښې ته نږدې شوې

د کابل د چاپېریال ساتنې رییس کاظم همایون وايي، د کابل هوا سرې کرښې ته نږدې شوې او که وضعیت کنټرول نه شي، د چاپېریال ساتنې اداره ښايي بیړنی حالت اعلان کړي.
د نوموړي په وینا، د کابل ښار د هوا پر پاکولو اوس هم کار روان دی او د ډېرو داسې کارونو مخه نیول شوې چې هوا ککړوي.