په بادغیس کې د شري ناروغي خپرېدل لامل شوي چې ګڼ‌شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته ورشي. ځینې دغه کورنۍ چې له یوې اوونۍ راهیسې د خپلو ماشومانو درملنې ته په تمه دي وايي، ماشومان یې د شري واکسین د نه ورکېدو له کبله پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

ګل‌ناز چې دوه ماشومان یې پر شري اخته شوي او اوس یې د بادغیس ولایتي روغتون ته راوړي وايي، ماشومانو ته یې واکسین نه دی ورکړل شوی او همدا لامل دی چې اوس پر شري اخته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بي‌بي ګل چې خپل ماشوم یې د درملنې لپاره راوړی، هم غوښتنه کوي چې ماشومانو ته یې باید د شري ځانګړی واکسین ورکړل شي، څو پر دې ناروغي اخته نه شي.

د بادغیس د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس مسوول عبدالحلیم قادري وايي، سږ کال د ناامنیو او د شري واکسین د نه تطبیق له کبله پر دې ناروغي د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د هغه په وینا، له هغه راهیسې چې د شري ناروغي خپره شوې، تراوسه څه باندې ۳۰۰ ماشومان پرې اخته شوي چې له ډلې یې ځینې هغه ښه شوي او درې نور مړه شوي هم دي. د هغه په وینا، په ۲۰۲۰ کال کې چا اجازه نه ورکوله چې خپل کسان د شري واکسین د ورکړې په موخه کلیو ته ولېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بادغیس د عامې روغتیا رییس محمدآصف قاند وايي، زیان‌لیدونکو سیمو کې یې د شري ناروغي د مخنیوي لپاره د واکسین یوه دوره کمپاین کړی او هڅه کوي چې د موسسو په همکارۍ په دغه ولایت کې له شري سره د مبارزې پراخ کمپاین پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس روغتیايي مسوولانو تر دې وړاندې د شري ناروغۍ ترڅنګ، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې وه. دوی ویلي وو چې په تېرو څه کم درېوو میاشتو کې شاوخوا پنځه زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام