کندوز کې د شري ناروغۍ زياتوالى؛ يوه مياشت کې ١٧ کسان مړه شوي

د کندوز روغتيايي مسوولان وايي، په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې د شري ناروغۍ له امله تر ١٧ زيات کسان مړه شوي دي. دکندوز د عامې روغتيا رييس نعمت‌الله ساحل وایي چې په دې موده کې د دې ولسوالي په حوزوي روغتون کې پر شري د اخته ٩١٥ ناروغانودرملنه شوې ده.

بادغیس کې ګڼ‌شمېر ماشومان پر شري اخته شوي

په بادغیس کې د شري ناروغي خپرېدل لامل شوي چې ګڼ‌شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته ورشي.
ځینې دغه کورنۍ چې له یوې اوونۍ راهیسې د خپلو ماشومانو درملنې ته په تمه دي وايي، ماشومان یې د شري واکسین د نه ورکېدو له کبله پر دې ناروغي اخته شوي دي. ګل‌ناز چې دوه ماشومان یې پر شري اخته شوي او اوس یې د بادغیس ولایتي روغتون ته راوړي وايي، ماشومانو ته یې واکسین نه دی ورکړل شوی.