د هوا له ګرمېدو سره د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې د ابوعلي سينا حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې ته پر موسمي ناروغيو د اخته ماشومانو مراجعه ډېره شوې ده.
د دغه روغتون د ماشومانو څانګې رییس عبدالرووف فروغ سلاموطندار ته ویلي چې د روان کال په غويي میاشت کې څلور او روانه غبرګولي میاشت کې بیا دوه ماشومان د «اسهال ناروغي» له امله مړه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي چې هره ورځ په منځنۍ کچه له ۱۵۰ تر ۲۵۰ پورې په اسهال اخته ماشومان د درملنې لپاره دغه روغتون ته وړل کېږي.
نوموړي وویل: «د غويي میاشتې کې شاوخوا زر ماشومان چې پر اسهال ناروغي اخته وو، څلور یې مړه شوي او اوس چې د غبرګولي ۱۶مه ده، پر اسهال اخته دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
په ورته وخت کې یوشمېر هغه کورنۍ چې خپل ماشومان یې روغتون ته د درملنې لپاره وړي، د ماشومانو ترمنځ د اسهال ناروغي له پراخېدو، روغتونونو کې د درملو له کمښت او د ډاکټرانو نهپاملرنۍ څخه شکایت کوي.
دوی له ډاکټرانو غواړي چې د ناروغو ماشومانو درملنې ته جدي پام وکړي. یوه ناروغلرونکي عزتالله سلاموطندار ته وویل: «د روغتونونو درملتونونو ته چې لاړ شې، درمل نشته. هغه چې پیسې لري، له بهر یې راوړي، څوک چې بېوزله دي له کومه به یې کړي. اړ دی چې لاړ شي، سوال وکړي. دویم هر بستر کې دوه ماشومان بستري دي.»
د هوا ګرمېدل، د ماشومانو پاکوالي ته نهپام او د ناپاکو اوبو کارول هغه څه دي چې ډاکټران یې ماشومانو کې د اسهال ناروغۍ اصلي لاملونه بولي.
دغه ډاکټران له کورنیو غواړي چې د دې ناروغي د مخنیوي لپاره د خپلو ماشومانو پاکوالي ته جدي پام وکړي.