افغانستان کې جګړې، ناامنۍ او بې‌وزلي لامل شوې چې ډېری ماشومان بې‌سرپرسته ژوند وکړي. د دغو ماشومانو له ډلې يو شمېر يې له ټولو ستونزو زغملو سربېره خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ راوړونکي دنده پر غاړه لري.

نوروز؛ هغه تنکی ځوان چې بوټونه رنګوي او اوبي، د خپلې ۸ کسيزې کورنۍ لګښت برابروي. نوروز وايي، سره له دې چې ډېره هڅه کوي؛ خو په ډېرې سختۍ د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوي.

نوموړی هره ورځ بوټونه رنګوي ترڅو د خپلې کورنۍ دشپې ډوډۍ پيدا کړي. کله هم ۱۰۰ افغانۍ او کله هم ۱۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي او کله هم اړ کېږي چې يوازې په ۵۰ افغانيو خپلې کورنۍ ته يو څه خوراک چمتو کړي.

نوروز مې د ژمي په ورځو کې د کابل ښار په برکي څلور لارې کې وليده. يوه زړه کڅوړه او دوه یا درې جوړې زاړه بوټان يې په ​​مخ کې ايښي وو. لاس تر زنې حک پک په فکرونو کې ډوب ناست و.

وروسته له ډېره وخته مې زړه وغوښتل چې بوټان رنګ کړم، البته تل يې خپله کور کې رنګوم؛ ځکه چې که بل څوک مې بوټان رنګ کړي وجدان مې نه مني، حتا که هغه د نوروز په شان کسان هم وي چې د همدې کار له کبله خپلې کورنۍ ته دشپې ډوډۍ هم ور وړي.

مخ کې يې کېناستم او له هغه ترې ومې وغوښتل چې بوټان مې رنګ کړي. د هغه غمجنې څېرې دې ته اړ کړم چې نوروز نه د هغه د ژوند او د وضعيت په اړه پوښتنې وکړم. ويې ويل، ۱۷ کلن دی او ۷ نور کسان ور په غاړه دي چې خوراک لپاره يو څه ورته تيار کړي.

نوروز ۲ کاله وړاندې خپل ورونه او خويندې په دې هيله کابل ته راولي چې ښايي دلته ښه ژوند ولري.

۶ کاله وړاندې چې کله د نوروز وړوکی ورور نړۍ ته سترګې پرانيزي، مور يې مري. نوروز وايي، له کله يې چې په ياد دي، پلار يې پر نشه‌يي توکيو روږدی او بد اخلاقه شخص دی.

نوروز وايي، پلار يې هېڅکله هم د نوموړي مور او اولادونو سره مينه نه ده کړې او د مور له مړينې وروسته يې دغه بې‌مينې توب دوه برابر کېږي. همدا لامل کېږي چې نوروز خپل ورونه او خويندې د پلار له عذابه د ژغورنې په موخه کابل ته راولي.

وروسته له هغه چې نوروز او کورنۍ يې کابل ته راځي، پلار يې ورکېږي او تر اوسه معلومه نه ده چې چېرته دی، مړ دی او که ژوندی.

نوروز چې کله کابل ته رارسېږي، د کابل د بې‌وزلو په سيمه کې په ۲۵۰۰ افغانۍ يوه زړه او نم لرونکې خونه په کرايه نيسي. نوموړی په ډېرې سختۍ دغه لګښت ته غاړه ږدي؛ خو خپله هڅه کوي چې يوه باعزته دنده ولټوي.

ډېر ځله هڅه کوي خو نه بريالی کېږي. خو پای کې د يوه بوټانو اوبدونکي په مرسته، د بوټانو رنګول زده کوي او د يو څو بوتلو رنګونو او بورس په پېرلو سره  کابل ښار کې د کار په لټه پر سړکونو ګرځي.

نوروز خپه دی چې نه‌شي کولی د خپلو خویندو زده‌کړو لپاره پیسې ورکړي. هغه وايي، يوازې يوې خور يې وکولای شوای چې تر دولسم ټولګي زده‌کړې وکړي او نورې درې خويندې يې ونه شوای کولای خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي.

نوروز وايي، څو ځلو يې خپلوانو ورته ويلي چې مرسته ورسره وکړي؛ خو دا چې د نوروز خپلوان ګټه پلوي دي او بې‌باور خلک دي؛ نو له همدې کبله يې د هغوی مرستو ته «نه» ويلي.

نوروز هیله لري چې یوه ورځ به هغه وکوالی شي داسې يوه دندنه ومومي چې ډېرې پيسې ترلاسه کړي او خپلې کورنۍ لپاره ارامه ژوند برابر کړي.

د افغانستان د سرشمېرنې ملي ادارې چې کومې شمېرې خپرې کړي ښيي چې د هېواد تر نیمایي ډېر نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په زرګونو ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام