د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو پر کارکوونکو په دوو جلا جلا بریدونو کې د یاد قول‌اردو دوه کارکوونکي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، دغه پېښې د هرات ښار په نمبر یک او غیزان سنګر سیمو کې رامنځته شوي دي. په ورته مهال سرچینه زیاتوي چې د وسله‌والو بریدګرو او د ا.ا ځواکونو ترمنځ په نښته کې یو بریدګر هم وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د هرت حوزوي روغتون کې یوه ډاکټر سلام‌وطندار ته ویلي چې د پېښې له ځای څخه دغه روغتون ته د اسلامي امارت د ځواکونو ۱۶ ټپیان او دوه جسدونه وروړل شوي دي. د نوموړي په وینا، برید کې دوه ملکیان هم ټپیان شوي.

د هرات محلي مسوولانو تراوسه په دغو پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو د کره شمېرو په اړه څه نه دي ویلي.

د هرات د امنیې قومنداني ویاند محمودشاه رسولي د ۲۰۷ الفاروق قول اردو پر کارکوونکو برید تاییدوي، خو د وژل شویو او ټپیانو شمېرې نه تاییدوي.

نن سهار شاوخوا ۷بجې ناپېژنده وسله‌والو هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کارکوونکو پر موټر وسله‌وال برید وکړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عیني شاهدان وايي چې نښتې نیم ساعت دوام وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ په سیمه کې سختې ډزې تبادله شوې. تراوسه کوم چا یا ډلې د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام