د هرات د امنیې قومنداني ویاند محمودشاه رسولي وايي، ناپېژنده وسله‌والو نن سهار شاوخوا ۷ بجې د هرات ښار څلورمه ناحیه کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کارکوونکو پر موتر برید کړی دی.

دغه پېښه د «هاتفي» په نوم د نجونو یوه ښوونځي سره نژدې داسې مهال شوې چې زده‌کوونکي ښوونځي ته روان وو.

د هرات د امنیې قومنداني ویاند وویل، امنیتي ځواکونو سره نښته کې یو برید کوونکی وژل شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پېښې عیني شاهدانو او ولسي سرچینو بیا ویلي، نښتې نژدې نیم ساعت دوام کړی دی.

تراوسه د دغه برید د تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي او مسوولیت یې هم کومې ډلې نه دی منلی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د هرات د امنیې قومنداني ویاند ردوي چې برید کې دې ملکيانو او نظامیانو ته تلفات اوښتي وي.

د یادونې ده چې دې ورستيو کې د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي، چې مرګژوبله هم لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام