Asset 1SWN

روزګان کې تودوخه او بې‌وزلي؛ خلک: ماشومان مو پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي

تصويرونه (4)

روزګان کې د تودوخې څپې‌ په خپرېدو سره هم‌مهاله د یاد ولایت اوسېدونکي وايي چې د بې‌وزلي له امله د خپلو کورونو سړېدو لپاره د امکاناتو د برابرولو توان نه‌لري.

د روزګان یوه اوسېدونکي ګل‌اغا سلام‌وطندار ته وویل چې اقتصادي ستونزې یې ډېرې دي او په وینا یې، ۷۰سلنه خلک نه‌شي کولای چې د خپلو کورونو سړېدو لپاره امکانات برابر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د روزګان د خلکو اقتصادي وضعيت د اندېښنې وړ دی. هغه څه چې د ګرمۍ مخه پرې نيول کېږي، هغه اسانتياوې ځانته نه‌شي برابرولی، ۷۰ سلنه خلک د خپل کورونو د سړېدو وس نه‌لري.»

بل‌خوا د روزګان یوه بل اوسېدونکی دین محمد وايي چې د ګرمۍ له امله کبله یې ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

نوموړي وویل: «ګرمي په دغه دوه يا درې اوونۍ کې بیخي زياته شوي ده زموږ ماشومان ګرمۍ دغه حال ته رسولي دي چې روغتونو کې بستر دي خلک دومره غريبان دي چې د پکي او کولر وس نه لري.»

د روزګان روغتیايي مسوولان بیا وايي چې دې ولايت کې هره ورځ تر ۵۰ پورې داسې ماشومان ولايتي روغتون ته وروړل کېږي چې پر موسمي ناروغيو اخته وي.

د ترينکوټ په ولايتي روغتون کې د ماشومانو د برخې مسوول ډاکټر عبدالوارث رحيمي وايي چې د نورو وختونو په  پرتله ۳ برابره په روزګان  کې موسمي ناروغۍ زياتې شوې چې ۸۰ سلنه ماشومان پر نس‌ناستي اخته دي.

د ترينکوټ په ولايتي روغتون کې د ماشومانو د برخې مسوول ډاکټر عبدالوارث رحيمي وویل: «په اوسني موسم کې چې اوړی دی او هوا ګرمه ده ميکروبونه زياتېږي چې اوس ۳ برابره موسمي ناروغۍ زيات شوي دي د ۲۰ څخه د ۲۰ په منځه کې هره ورځ ناروغان موږ دلته بستر کوو.»

همداراز د روزګان د اقتصاد رییس وايي چې دې ولایت کې یې د خلکو اقصادي ستونزو کمولو په موخه هڅې پیل کړي دي.

د یاد ولایت د اقتصاد رییس مولاداد حسن سلام‌وطندار ته وويل چې نږدې راتلونکې کې به تر ۲۲۵۰ کسانو ته چې دا مهال یې وزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

نوموړي وویل: «په تېرو وختونو کې موږ په روزګان کې ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې وه، اوس موږ بیا د يوشمېر موسیسو سره غږېدلي يو چې ۲۲۵۰ کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو کلونو په پرتله تودوخه زیاته شوې چې ورسره ګڼ‌شمېر ولایتونو کې پر بېلابېلو ناروغیو د اخته کسانو په ځانګړې توګه ماشومانو شمېر زیاته شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام