Asset 1SWN

د اسیا فوټسال جام؛ افغانستان ۱-۲ تاجکستان

F1z0t8YWAAEmJBl

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسیا کپ فوټسال سیالیو په لړ کې نن نیمه پای‌لوبې ته د لارموندنې لپاره له تاجکستان سره لوبه وکړه چې له یادې لوبډلې یې ۱-۲ ماته وخوړله.

یادې لوبې چې ټایلنډ کې روانې دي، افغان لوبډلې نن چهارشنبه، غويي پنځمه د دې کپ په کوارټرفاینل کې له تاجکستان سره لوبه وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که افغانستان یاده لوبه ګټلې وه، د فوټسال نړیوال جام ته یې نېغ په نېغه لاره موندله. تاجکستان بیا په دې بریا سره لومړۍ لوبډله شوه چې د یاد کپ نیمه‌ پای‌لوبې ته لاره پیدا کوي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره مخ شوه چې له ایران یې ماته وخوړه، کوېټ سره لوبه مساوي کړه او بحرین ته یې تاریخي ماته ورکړه.

د افغانستان او ایران لوبه ۳-۱ د ایران په ګټه، له کوېټ سره ۳-۳ مساوي شوه او د بحرین لوبه هم ۳-۲ افغانستان وګټله.

د نن ورځې په بله لوبه کې ایران له قرغیزستان سره لوبه بوخت دی او د یادې لوبې لومړۍ نیمايي ۲-۱ د ایران پر ګټه پای‌ ته رسېدلې.

په دوو نورو لوبو کې بیا ټایلنډ له عراق او ویټنام له ازبکستان سره مخ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد جام نیمه پای‌لوبې به د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۶مه او پای‌لوبه به د همدې میاشتې پر ۲۸مه ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام