Asset 1SWN

کندوز کې خبریالان: اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه دې برابره شي

۰-=-=-۰=۰-=۰-=-=

کندوز کې یو‌شمېر خبریالانو د «مطبوعاتو ورځې» په تړاو جوړه شوې غونډه کې له مسوولانو غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې دې، اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

د مطبوعاتو ورځې نمانځ‌غونډه کې یوه خبریال شمس‌الرحمن زردشت له حکومتي مسوولانو او چارواکو وغوښتل چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي او په وینا یې، څو رسنۍ دې برخه کې له خنډ پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «له رسنیو دې ملاتړ وشي او داسې زمینه دې برابره شي چې خبریالان وکولای شي خپل کارونه په سمه توګه مخته بوځي او ترڅنګ یې، د مطبوعاتو اړوند قوانین دې توشېح شي، څو خبریالان یې د یادو قوانینو له مخې، خپل کارونه جوړ کړي او له سوتفاهم څخه مخنیوی وشي.»

په ورته مهال یوه بل خبریال عتیق رحیمي بیا وویل چې دغه ولایت کې د خبریالانو د کارونو پر وړاندې یوازینۍ ستونزه، اطلاعاتو ته پر وخت نه‌لاسرسی دی چې په وینا یې، مسوولان باید ورته پام وکړي.

هغه وویل: «له دولتي ادارو مو غوښتنه دا ده چې کله یو خبریال ورځي او موضوع ورته ډېره مهمه وي، باید ژر ځواب ورکړي او هغه معلومات چې ورته اړتیا لري، باید ورسره شریک شي.»
بل‌خوا د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان هم له حکومتي چارواکو غواړي چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس  مطېع‌الله روحاني دې غونډې ته وویل چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، هغه رسنۍ اوس هم فعالې دي چې له هغې وړاندې یې رسنیز فعالیتونه درلودل. د نوموړي په وینا، هېڅ رسنۍ یې دې ته نه‌ده اړ کړې چې خپل فعالیت ودروي.

هغه وویل: «کندوز کې د دولتي ادارو او رسنیو مسوولانو ترمنځ هېڅ ستونزه نشته او خبریالان هرې رسنۍ ته ځي او معلومات ترې اخلي او انشاالله ښه همغږي لري له رسنیو سره او راتلونکي کې هم ملاتړ کوو او نور هم هڅه کوو چې رسنیو ته اسانتیاوې برابرې شي، څو وکولای شي په سمه توګه د دغه ولایت لاسته‌راوړنې انعکاس کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مطبوعاتو ورځ داسې مهال  کندوز کې نمانځل کېږي چې د یاد ولایت د رسنیو مسوولان له حکومت غواړي چې دوی سره په هره برخه کې همکاري او ملاتړ وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام