د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو اندېښنه ښودلې.
د یاد سازمان د خبرپاڼې په یوې برخه کې ویل شوي: «خوست کې د امنیې قومنداني راډیويي او ټلوېزیوني خپرونو ته د ښځو پر زنګ وهلو بندیز لګولی. ا.ا د ښځینه خبریالانو پر پوښښ هم محدودیتونه لګولي او امر یې کړی چې یوازې به تور لباس اغوندي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کابل یوشمېر ښځینه خبریالانې سلاموطندار ته وايي چې د خبري پوښښ لپاره ځینو خبري ناستو کې د اجازې نهورکول او اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیت ورته ستونزې جوړې کړې دي.
خبریالې حاجر سلاموطندار ته وویل چې اقتصادي ستونزې او اطلاعاتو ته نهلاسرسی افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې لویې ننګونې دي.
نوموړې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوښتنه وکړه چې د خبریالانو ستونزې هوارې کړي. «مسوولانو خبرو ته نهحاضرېږي او که وغواړې چې څه پوښتنه ترې ولرې، نو باید په ورځو ورته په تمه شي او که خپله څه شریکول غواړي، نو شریکوي یې، نه هغه څه چې موږ یې ترې غواړو.»
یوې بلې خبریالې ستاره قادري وویل چې ښځینه خبریالانو ته په ځینو خبري ناستو کې د پوښښ اجازه نهورکول کېږي. «ښځینه خبریالانو ته په خبرو ناستو کې د پوښښ اجازه نهورکوي او زموږ غوښتنه له حکومت دا ده چې خبریالانو ته ښه چاپېریال رامنځته کړي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان بیا وايي چې دغه وزارت د رسنیو کارکوونکو ستونزو ته رسېدنه کوي. د یاد وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وايي، د رسنیو کارکوونکې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سپارښتنو ته پام نهکوي.
هغه وویل: «د رسنیو ښځینه کارکوونکې باید حجاب مراعت کړي او همداراز دوی باید د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سپارښتنو ته پام وکړي.»
د افغانستان ژورنالستانو ټولنې مسوولان وايي چې لاهم هېواد کې اطلاعاتو د لاسرسي پر وړاندې محدودیتونه شتون لري. د یادې ټولنې رییس حجتالله مجددي له سرپرست حکومت غواړي چې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي زیات کړي.
هغه وویل: «ښځینه خبریالانې او خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نهلري او زموږ هڅه او غوښتنه دا ده چې دا ستونزې حل شي او دا بهیر چټک کړي.»
له دې سره د ملګروملتونو سازمان راتلونکې سهشنبه افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت ارزونې په موخه ناسته کوي.