Asset 1SWN

کابل کې د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته کېږي

GL6hE92bsAAipId

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه سبا پنج‌شنبه، غويي شپږم کابل کې جوړه شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن چهارشنبه، غويي پنځمه سلام‌وطندار ته وايي، دغه غونډه د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په موخه جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته د سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان  ترمنځ د سوداګرۍ  او ټرانزیټ پراختیا په موخه جوړېږي.»

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې جوړېدل، د دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي فعالیتونو د ښه‌والي او پراخولو لپاره اغېزمن بولي.

د اقتصادي چاروکارپوه سیداحمد مسعود وايي چې سرپرست حکومت باید له دې غونډې اقتصادي ګټه پورته کړي. «دا د افغانستان خلکو، د افغانستان مارکېټ او حاکمیت ته یو ستر فرصت دی چې وکولای شي، ترې استفاده وکړي او پر بنسټ یې نوي فرصتونه رامنځته شي او په یوه نوي، سیمه‌ییز تړاو رامنځته شي.»

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه شاکر یعقوبي بیا په دې باور دی چې یاده ناسته د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په پیاوړتیا او د سوداګرۍ پر زیاتولو اغېز لري.

نوموړي وویل: «د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته د سوداګرۍ ودې او منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ډېروالي کې اغېز لري او هیله‌مندي دې ده چې دې غونډه کې د افغانستان ګټو ته پام وشي او هوکړه‌ کې لازم پام وشي. افغانستان چې هر څومره مسلکي چلن وکړي، ګټه به وکړي.»

له‌ بل‌ لوري د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې له ترکمنستان څخه یو لوړپوړی پلاوی پرون کابل ته راغلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی په هغه هېواد کې د سرپرست حکومت او د ترکمنستان د پلاوی ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په موخه د خبرو د دوام په موخه کابل ته راغلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام