Asset 1SWN

د خوست غلام‌خان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګرۍ کچه ۵۰سلنه کم شوې

بندر-غلام_خان-qm0o6vbuakyqc8ej7fs3btj4oaulvdqqmer0lsqphk

د خوست مسوولان او سوداګر وايي چې دغه ولایت کې د غلام‌خان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰سلنه کمه شوې ده.

دوی وايي، ډېری هغو سوداګرو چې خپل سوداګریز توکي به یې پر دې لاره وړل او راوړل، د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې غوره کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر نواب امیرزي سلام‌وطندار ته وویل، د سوداګرۍ برخه کې ناڅرګندو تجارتي تګ‌لارو تل افغان سوداګر زیانمن کړي چې له امله یې دوی د سوداګریزو توکو صادرولو او واردولو لپاره نورو لارو ته مخه کړې.

نوموړي وویل: «د غلام‌خان بندر له لارې سوداګري او راکړه ورکړه کمه شوې. د تېرو کلونو په پرتله ۵۰سلنه کمه شوې. تېرکال به د ورځې ۳۰۰موټر صادرېدل، اوس ۵۰ موټر هم د ورځې نه‌ځي. که سخته پالیسي یې روانه وي، دا تجارت به صفر شي.»

خوست کې افغان سوداګر انور تڼي هم  وايي، د غلام‌خان بندر له لارې د سوداګرۍ کچې خورا شوې او په وینا یې، هر څه سیاست پورې تړل کېږي. «هره مسله سیاست پورې تړل کېږي. یوه لاره کې چې جنجال شي، ټولې لارې تړلي. سوداګر هم زیان ویني.»

دغه سوداګر ټینګار کوي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې د پاکستان پلمو تل دوی زیانمن کړي.

بل‌خوا د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسوولان د غلام‌خان بندر له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچې کمېدل تاییدوي او وايي، ډېری افغان سوداګر د خپلې سوداګرۍ لپاره د ایران له تجاراتي لارو استفاده کوي.

د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې اجرايي رییس نقیب‌الله صافي سلام‌وطندار ته وویل: «هر ځل چې پاکستان هره پلمه کړې، سوداګرو بدیلې لارې غوره کړي. لکه د بندر عباس او نورې لارې. بله خبره دا ده چې پخوا د سپین‌بولدک بندر تړل کېده، نو سوداګرو به د غلام‌خان بندر له لارې سوداګري کوله، اوس ۱۵ورځې کېږي چې سپین‌بولدک لاره خلاصه شوې او دې لارې باندې سوداګري کمه ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې پاکستاني پلاوي سره له لیدنې وروسته یې د افغان سوداګرو لپاره د بانکي ضمانت له الزامي کېدو پر مخنیوي، د بانکي اړیکو پیاوړتیا په موخه د جنس په جنس راکړې ورکړې پر منعه کېدو او تر راتلونکو دوو میاشتو د اپتا هوکړه‌لیک پر عملي کېدو هوکړه کړې، خو سوداګر اندېښنه ښيي چې پاکستان به دغو هوکړو ته ژمن پاتې نه‌شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام