Asset 1SWN

له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو حل په اړه د سوداګرۍ او پانګونې خونې هیله‌مندي

سودا

د ا.ا مسوولان وايي، له پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو ستونزو وروسته له دغه هېواد سره ځینو هوکړو ته رسېدلي دي. د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د شویو هوکړو پر بنسټ، دواړه لوري به د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي، د افغان سوداګرو لپاره د بانکي ضمانت د الزامي کېدو مخنیوی، د بانکي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د جنس په جنس راکړې ورکړې بندېدل، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د اپټا هوکړه‌لیک عملي کېدل او ځینې نور هغه موضوعات دي چې له پاکستاني لوري سره یې پرې هوکړه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ شوې هوکړې مهمې بولي او وايي، که دا هوکړې عملي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې به له منځه ولاړې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند نوراقا نويد وايي: «پاکستان د افغانستان ځینې سوداګریز توکي بند کړي وو. خدای دې وکړي چې دغه هوکړې د یادو توکو د ټرانزیټ لامل شي. که دا هوکړې عملي نه‌شي، سوداګر به اړ شي چې نورې لارې غوره کړي.»

له افغانستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان حکومت له لوري یو مهم لګېدلی محدودیت د افغانستان د سوداګریزو توکو پر موټرچلوونکو د پاسپورټ او ویزو جبري کېدل دي چې تر دې وړاندې جبري نه وو.

د پاکستاني حکومت د پرېکړې پر بنسټ، افغان موټرچلوونکي د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې وخت لري چې دغه مورد عملي کړي.

خو د سوداګرۍ او صنعت وزارت مسوولان وايي، د شویو هوکړو پر بنسټ، دغه محدودیت د یوه کال لپاره په ازمايښتي ډول لرې شو او د روان کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به عملي شي.

بله‌خوا په تورخم کې د سوداګریزو توکو یوشمېر موټرچلوونکي وايي، دغه محدودیت د هغوی پر کار منفي اغېز کړی دی. دوو موټرچلوونکو جمشېد او عبدالرشید سلام‌وطندار ته ویلي:

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

«څه موده مخکې یې موږ ته وخت ټاکلی و، اوس هغه پوره دی او موږ ته چا وضاحت نه‌دی راکړی چې ایا دا ستونزه حل شوې که نه. وروره، دا ستونزې شته» «موږ نه شوو کولای چې هر وخت وغواړو خپل پاسپورټ جوړ او ویزه نوې کړو. موږ غواړو چې دا ستونزې د تل لپاره حل شي.»

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان سوداګریزې او ټرانزېټي اړیکې وخت ناوخته د پاکستاني حکومت سیاستونو او یا هم په دوه‌اړخیزو سیاسي اړیکو کې د ترینګلتیا له کبله ټکنۍ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام