Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل کې نن ګجرات له ډیلي سره لوبه کوي

62406c94-11e6-4724-8fb9-5962ab7fb03b

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو په ترڅ کې نن د ګجرات ټایټنز لوبډله له ډیلي کپېټلز لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، اپرېل پنځمه د هند د ډیلي «په اروت جېټلې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګجرات لوبډله چې تر دې مهاله یې دغه لیګ کې اته لوبې کړي چې څلور یې ګټلي او څلور یې بایللې دي. دغه لوبډله د سیالیو په جدول کې پر شپږم ځای ده.

یادې لوبډلې خپله تېره لوبه د پنجاب کنګز لوبډلې پر وړاندې وکړه چې د افغان لوبغاړو د ښې ځلېدنې پر مټ یې بریا خپله کړه.

ګجرات تایټنز لوبډله کې درې افغان لوبغاړي، راشدخان، نوراحمد او عظمت‌الله عمرزی لوبه کوي.

بل‌خوا ډیلي کپېټلز چې نن د ګجرات کوربه‌توب کوي، د سیالیو د جدول اتم ځای لري. دې لوبډلې هم له کړیو اتو سیالیو څخه درې ګټلي او پنځه یې بایللې دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو څلورو لوبو کې دوه ځلې ډیلي او دوه ځلې هم ګجرات ټایټنز بریاوې خپلې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې لکناو سوپر جاینټز لوبډلې په یوې په زړه پورې لوبه کې چینای سوپر کنګز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام