Asset 1SWN

پکتيا کې د نهو ولایتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالي پيل شوې

فغففففف

پکتیا کې د لوبغاړو د یووالي په موخه نن چهارشنبه، غويي پنځمه د نهو ولایتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پیل شوې.

په دغه لوبو کې به د کابل، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتيکا، غزني، لغمان او ميدان‌وردګ ولايتونو لوبډلې د یوه بل پر وړاندې سیالي وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا د سپورټ رييس نورالرحمن تسکين سلام‌وطندار ته وويل چې يادې سيالي يې د ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ د يوالي په پار جوړې کړې دي.

د نوموړي په وینا، یادې لوبې د پکتیا په احمدخېلو ولسوالي کې کېږي چې هدف یې د لرې‌پرتو سيمو ځوانان لوبو ته هڅول او د نویو لوبغاړو پېژندل دي.

نوموړي وويل چې يادې لوبې به شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړي او ګټونکي لوبډلې ته به يوه کرولا موټر ورکول کېږي.

په همدي حال کې یو‌شمېر لوبغاړي وايي چې د والیبال سیالیو لپاره دې ورته معیاري لوبغالی جوړ شي. یوه لوبغاړي عبدالهادي راشد سلام‌وطندار ته وويل، که څه هم په ولسواليو کې لوبو ته د ځوانانو لېواالتيا ډېره شوې، خو په وینا یې، معياري لوبغالو او نورو امکاناتو کمښت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یادو لوبغاړو د پکتیا سپورټ رياست څخه غوښتنه وکړه چې په لرې‌پرتو ولسواليو کې د واليبال په ګډون نورو لوبو ته هم امکانات برابر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام