د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ نن د رییس‌الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدلي دي.

ارګ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ریچارډ بنټ افغانستان کې د سېکانو او هندوانو په ګډون، د لږکیو د امنیت ټینګښت، د نجونو زده‌کړو، د ښځو حقونو او د رسنیو فعالیت په اړه له عبدالسلامي حنفي سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې غواړي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وارزوي.

د ارګ په وینا، د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي له بنټ سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو پر مهال بشري حقونه نقض شوي او اسلامي امارت ژمن دی چې له کوم توپیر پرته د ټولو افغانانو ځان، شتمني او عزت وساتي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عبدالسلام حنفي ټینګار کړی چې اسلامي امارت هغو ټولو نړیوالو میثاقونو او کنوانسیونونو ته ژمن دی چې په وینا یې، د اسلامي اصولو او ملي ګټو خلاف نه وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی څو میاشتې مخکې هم د بشري حقونو وضعیت ارزولو په موخه افغانستان ته راغلی و. هغه افغانستان ته له سفر وروسته په خپل راپور کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی بللی و.

خو اسلامي امارت هاغه مهال د ریچارډ بنټ راپور نیمګړی یاد کړی او په خبره یې، نوموړي د افغانستان واقعیتونه په‌کې نه‌دي انعکاس کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام