د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبورا لاینز وایي چې دغه سازمان له افغانستان سره د جمهوریت له سقوط راهیسې دوه میلیارډه ډالره مرسته کړې ده.

لاینز نن د افغانستان بانک سرپرست محمدادریس سره په کتنه کې پر بېلابېلو مالي، بانکي او اقتصادي برخو خبرې وکړې او د مرستو په برخه کې یې د بانکي سکتور پر ارزښت ټینګار وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې څرګنده کړه چې دغه سازمان په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره ۲ میلیارډه ډالره مرسته کړې. هغې وویل چې د مرستو دا لړۍ به دوام ومومي.

د لاینز په وینا، دغه سازمان هڅه کوي چې له بېلابېلو اړخونو سره د افغانستان د بانکي سکتور د فعالېدو په اړه خبرې وکړي، څو له دې لارې په اسانه توګه خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو د افغانستان بازارونو ته د نغدو پیسو د داخلولو لپاره په اوونۍ کې تر ۲۰ میلیونو ډالرو زیاتې پیسې مرکزي بانک ته استولې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام