د بشري حقونو څار بنسټ د افغان پناه‌غوښتنکو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو له دوه‌ګوني چلند څخه نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو څار بنسټ اجرايي مشر کینیت رات یوې انلاین غونډې ته ویلي چې د افغانستان او اوکرايين پناه‌غوښتونکو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو چلن توپیر کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې اسلام څخه د وېرې له امله د افغان پناه‌غوښتونکو پر وړاندې له تبعیض ډک چلند کېږي، په داسې حال کې چې اوکراييني پناه‌غوښتونکو ته لومړيتوب ورکوي او غوښتنلیکونه یې ژر طی مراحل کیږي.

د افغانستان د منحل شوي بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم دغې غونډې ته وینا کړې ده.

هغې اروپايي هېوادونو کې د افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغو هېوادونو د افغان پناه‌غښوتکو د وضعیت ښه‌والي په تړاو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

نوموړې ویلي: «زه هره ورځ د داسې خلکو پیغامونه ترلاسه کوم چې یوشمېر هېوادونو کې سختو او نامعلومو شرایطو کې شپې تېروي. کله چې داسې موارد پېښېږي، یوازې پر همدغو کسانو چې رنځ وړی منفي اغېزې نه‌لري، بلکې د هغو هېوادونو باور ته هم زیان رسوي چې د بشري حقونو غږ پورته کوي.»

په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې د اسلامي امارت له واکنمېدو وروسته اروپايي هېوادونو ته تللي، د کډوالو پر وړاندې د دغو هېوادونو توپیري چلن څخه شکایت کوي.

افغان پناه‌غوښتونکي وايي، د افغانانو په پرتله ته چې په ناقانوني توګه اروپا ته کډوال شوي، اوکرايني پناه‌غوښتونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

جرمني افغان پناه‌غوښتوونکی محمد باسط وايي: «د اوکراین له ناورین وروسته جرمني او فرانسه کې افغان پناه‌غوښتونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د اوکراینیانو په پرتله د افغانانو دوسیې په ځنډ طي مراحل کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې افغان پناه‌غوښتونکو سره د اروپايي هېوادونو چلن نیوکې راپورته کوي، تر دې وړاندې هم د بشري حقونو بنسټونو د افغان کډوالو پر وړاندې د یوشمېر هېوادونو توپیري چلن څخه نیوکه کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام