د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ویلي، دغه بنسټ توانېدلی چې په ۲۰۲۲ کال کې افغان کډوالو، بې‌ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره ۳۴۰ میلیونه ډالر راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کډوال په بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي. 

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ایران کې یو تن افغان کډوال احسان نظري په یاد هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت څرنګوالي څخه شکایت کوي او وایي چې خپلوکورنیو ته د ډوډۍ برابرولو لپاره درانه کارونه کوي.

نظري وایي: «خپلو کورنیو ته د ډوډۍ برابرولو لپاره درانه کارونه کوو. له ټولو کډوالو څخه د ودانیو په جوړولو کې کار اخلي خو ډېرې کمې پیسې ورکوي

که څه هم ډېر شمېر افغانان ایران، پاکستان او ترکیې ته کډوال شوي او په ناقانونه توګه دغو هېوادونو ته دننه شوي؛ خو ایران او ترکیه په زوره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستنوي.

جمشېد رسولي چې تازه له ایران څخه ایستل شوی او هېواد ته راغلی سلام وطندار ته وایي: «په دې وروستیو کې د افغانانو نیول ډېرشوي و. زه چې کله سهار د چای لپاره بهر ته ووتم، ویې‌نیولم او یوې امنیتي پوستې ته یې بوتلم، له هغه ځایه یو سرحدي ولایت او بیا افغانستان ته یې راستون کړم

فرزانه چې هم له ایران څخه ایستل شوې ده وایي، خاوند یې د کار له ځای څخه نیول شوی او وروسته په ډېر بد چلن، له خپلو ماشومانو سره یو ځای یوې پوستې ته او وروسته نیمروز ولایت ته ولېږدول شول.

پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره بهرنیو هېوادونو  په څانګړي توګه ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو ناقاونه تګ هم زیات شوی. د دغه وضیعت دوام، د یو شمېر هېوادونو اندېښنې هم راپورته کړي او دغه بهیر د دې لامل شوی چې له دغو هېوادونو څخه د کډوالو ایستل ډېر شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې ایران له ۶۰۰۰  څخه ډېر افغان کډوال ایستلې دي. په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي چې په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام