امریکا طالبانو ته: ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروئ

په کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او پر یوه هر اړخیز اوربند دې هوکړه وکړي. دغه سفارت نن په یوه ټویټ کې له طالبانو او د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې جګړه ودروي او د افغانانو ناخوالو د ختمولو لپاره دې په بشپړه توګه د سولې په خبرو کې ګډون وکړي. سفارت ویلي چې افغانستان نه باید یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي.

لوېډ اسټین افغانستان کې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د نړیوال فشارغوښتنه وکړه. د امریکا دفاع وزیر ویلي چې ټوله نړۍ باید د دغه فشار د دوام لپاره مرسته وکړي، خو نوموړي د نړیوال فشار د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي.