د ملګرو ملتونو سازمان ۷۷ کاله وړاندې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شو. که څه هم د دغه سازمان د جوړېدو موخه د نړیوالو شخړو حل او د نړۍ پر جیوپولیټیک وضعیت د اغېزناک رول لوبول دي، خو په افغانستان کې د دغه سازمان رول کله له هرکلي او کله هم له نیوکو سره مخ شوی دی.
ملګري ملتونه چې په عملي ډول د افغانستان په بدلونونو کې ښکېل دي، د حکومتونو په نړېدو او جوړېدو کې یې هم مهم رول لوبولی دی.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي بنین سیوان رول چې په منځګړتوب یې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله په مشري ډیموکراټیک حکومت ونړېد، د مجاهدینو حکومت جوړ او ورسره کورنۍ جګړه هم پیل شوه، د افغانستان د سیاسي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم رول یادېږي.
څه باندې یو کال وړاندې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په موجودیت کې یو ځل بیا د افغانستان ولسواک جمهوري اسلامي نظام ونړېد او پر ځای یې اسلامي امارت د واک واګې ترلاسه کړې.
که څه هم د ملګرو ملتونو د سازمان ټولو غړو تر اوسه د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت نه پېژندو برخه کې واحد نظر لرلی، خو د ځینو کارپوهانو په اند، د ملګرو ملتونو یوشمېر غړي، په ځانګړې توګه د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان پر وړاندې ښکاره غوڅ دریځ نه لري او په مهمو مواردو کې لا هم یو نظر نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی نورالرحمان ثاقب له سلاموطندار سره په مرکه کې وویل چې له یوې خوا ملګرو ملتونو د افغانستان په تړاو غوڅ دریځ نهدی خپل کړی او بلهخوا هم اوسنی حکومت روښانه بهرنۍ تګلاره نه لري. د هغه په خبره، همدا وضعیت لامل شوی چې افغانان د خپل راتلونکي برخلیک په اړه هېڅ پوهاوی ونه لري.
د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي وضعیت د کنټرول برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان هڅو د یوه کال په تېرېدو سره لا هم کومه پایله نهده لرلې او د دغه سازمان مسوولان او غړي یوازې په ځینو غونډو کې د دغه وضعیت په اړه اندېښنې ښيي.
د سیاسي چارو شنونکی مظاهر رییس ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت کنټرول برخه کې ناکام بولي. هغه وايي، یاد سازمان په خپل ټول تاریخ کې نهدی توانېدلی، څو د نړۍ او سیمې زبرځواکونو ته قناعت ورکړي چې افغانستان کې د ټولیز ثبات راتلل د ټولو په ګټه دي.
بلهخوا سره له دې چې ملګرو ملتونو په څه باندې یوه کال کې وخت پر وخت افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه څارنې او ارزونې کړي، خو د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي یې پر عملي ټینګار کوي. نوموړی وايي، دې برخه کې د ملګرو ملتونو رول مهم دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو اسلامي امارت په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له کړنو ناخوښ دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یوسف احمدي وايي چې یاد سازمان د افغانستان په اړه خپل رول نهدی ادا کړی.
افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له جوړېدو یو کال وروسته په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کې د دغه سازمان غړیتوب واخیست، خو اوس دغه غړیتوب هم ګونګ دی او نه یوازې د اسلامي امارت استازی پهکې نشته، بلکې د تېر جمهوري اسلامي نظام استازي ته هم په ځینو مواردو کې د پام وړ رول نه ورکول کېږي.