د نیمروز یوشمېر اوسېدونکې او د بلوڅي جامو ګنډونکي وايي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د بلوڅي جامو د پلور بازار تود شوی دی.
د نیمروز اوسېدونکې مریم رضايي چې د بلوڅي یا د بلوڅ قوم د ځانګړو جامو له یوې ګنډونکو څخه ده، سلاموطندار ته وايي چې په دې وروستیو کلونو کې دغه ولایت کې بلوڅۍ جامو څخه ګټه اخیستل زیات شوي او ګڼشمېر ښځې یې محفلونو کې اغوندي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، بلوڅۍ جامې ډېر دوام کوي او ښکلې هم دي. نوموړې وویل: «د بلوڅۍ جامو مواد په خپله اخلو چې د جامو بیې هم له ۱۵۰۰ افغانۍ نیولې تر ۲ او ۳۰۰۰ پورې دي چې د جامو کیفیت او موادو کارونې ته په پام بیې یې له دې هم لوړېدای شي. ډېر خلک یې اوس کاروي او وده یې هم کړې ده.»
د نیمروز یوشمېر اوسېدونکې چې بلوڅۍ جامو څخه استفاده کوي، وايي، دغه جامې زیاتره کورنیو کې دود دي او دا چې حجاب یې مناسبت دی او ښکلې هم دي، ډېری ښځې ورڅخه ګټه اخلي.
د نیمروز اوسېدونکې فرحناز رحیمي وايي چې بلوڅۍ جامې ډېرې ښکلې دي او له همدې امله یې دغه ولایت کې ډېرې ښځې اغوندي. د نوموړې په وینا، بلوڅۍ جامې نه یوازې د بلوڅ قوم، بلکې د نورو قومونو ښځې هم اغوندي، ځکه چې د نوموړې په ټکو د حجاب له پلوه هم مناسبې دي.
نیمروز کې د اسلامي امارت فرهنګي مسوولان وايي، د مېرمنو هر ډول لاسي صنایعو او تولیداتو څخه ملاتړ کوي او هڅه کوي چې دغه صحت ته لا ډېره وده ورکړي.
د نیمروز یوشمېر اوسېدونکې او مسوولان وايي، بلوڅۍ جامې چې پخوا راهیسې د دغه ولایت مېرمنې ورڅخه استفاده کوي او دې وروستیو کې یې کارول زیات شوي، د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ فرهنګ دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې نیمروزۍ مېرمنې د بلوڅۍ جامو ګنډلو صنعت له لارې ښه ګټه هم ترلاسه کوي.