د فاریاب د نوي معرفي شوي والي محمد داوود لغماني پر وړاندې پیل شوي اعتراضونه پنځمې ورځې ته غځېدلي او لاریون کوونکي حکومت ته خبرداری ورکوي او وایي، اجازه به ور نه کړي چې کومه الوتکه دغه ولایت ته ورشي او یا هم ورڅخه الوتنه وکړي.

د فاریاب د ځوانانو جنبش مشر احسان‌الله قوانج وايي، د خلکو یو‌شمېر استازي لاریون‌کوونکو سره د یو ځای کېدو لپاره مزار ښار څخه میمنې ته راتلل چې حکومت ورته د پرواز اجازه نه ‌ده ورکړې.

هغه وايي،  له دې امله دی د میمنې هوايي ډګر ته ورځي او اجازه نه‌ورکوي چې د دغه ولایت هوایي ډګر کې  الوتکې تګ راتګ وکړي. اعتراض کونکي خبرداری ورکوي او وايي، ټاکل شوې د کانکور ازموینې اخیستلو لپاره یو پلاوی فاریاب ته لاړ شي، خو دوی به یې مخنیوی وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وایي، په دغه ولایت کې به د پوهنتون او پوهنې بهیر تړي او د فاریاب هوایي ډګر کې الوتنې به دروي، د هغوی په وینا، دغه کار ځکه کوي چې د مزار شریف ښار په هوایي ډګر کې د دوی د ملاتړ کوونکو الوتنې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې دغه ولایت ته الوتنه وکړي.

کابل کې د جنبش ګوند له فعالانو څخه حمیدالله خیراندېش پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «غوښتل مې فاریاب ته لاړ شم، خو د ځمکې لارې امارت تړلي او هوايي لار هم جمهوریت.»

د جنبش ګوند د پلویانو خبرداری داسې مهال دی چې تېره ورځ د دغه ګوند سلګونه پلویان چې په وسلو سمبال وو سړکونو ته راووتل او د بېلتون غوښتلو شعارونو په ورکولو سره یې د ترکستان درې رنګه بیرغ هم له ځانه سره لېږداوه.

فاریاب کې د جنبش ګوند پلویانو وروسته له هغې د حکومت ضد اعتراض وکړ چې ولسشمر محمداشرف غني د فاریاب د خلکو او د مارشال عبدالرشید دوستم د غوښتنې خلاف دغه ولایت ته نوی والي معرفي کړ. د فاریاب روان وضعیت اندېښنې هم راپورته کړي، د دغه ولایت قومي مشران او مدني فعالان روان وضعیت د خلکو او حکومت په ګټه نه بولي.



د فاریاب د مدني ټولنې مشر سید زین الدین عابدي وايي، حکومت دې د خلکو برحقې غوښتنې ته د قناعت وړ ځواب ورکړي او وضعیت دې نور هم نه ترینګلی کوي. هغه له اعتراض کونکو هم وغوښتل چې خپل لاریون په سوله‌ییز ډول مخ ته بوځي او د دولتي ادارو دروازې دې خلاصې کړي.

په همدې حال کې د فاریاب د ولسي شورا مشر رحمت‌الله ترکستاني هم یوه غونډه جوړه کړې او له حکومت او اعتراض کوونکو یې غوښتي چې له دې زیات دې د خلکو د اندېښنې لامل نه شي او خپلې ستونزې دې د تفاهم له لارې حل کړي.

ورته وخت کې د فاریاب والي محمد داوود لغماني چې میمنې ښار کې یوه پوځي مرکز کې اوسېږي، په یوه غږیز پیغام کې یې د فاریاب خلکو ته ډاډ ورکړی چې د خدمت لپاره دغه ولایت ته ورغلی او غواړي ولسوالیو کې امنیت تامین کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام