په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند یو‌شمېر پلویانو د دغه ولایت د والي په توګه د محمد داوود لغماني ټاکل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی او د فاریاب ولایت مقام ودانۍ یې کلابنده کړې ده. دوی نن د میمنې ښار سړکونو ته راووتل او د فاریاب ولایت مقام دروازه یې وتړله.

په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند غړی عبدالجلیل اور وایي، د دغه ولایت لپاره د نوي ګومارل شوي والي مخه به نیسي او په وینا یې، د خلکو له لوري د والایانو ګومارنې په تړاو د عبدالرشید دوستم د څرګندونو ملاتړ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي جنبش ګوند پلویان ټينګار کوي چې فاریاب ولایت ته دې داسې کس د والي په توګه ور وپېژندل شي چې د دغه ولایت له جغرافیې سره بلد وي، څو وکولای شي د خلکو امنیت خوندي کړي.

 د جنبش ګوند یو بل غړی عبدالحکیم تورک اوغلي وایي: «حکومت د فاریاب ولایت د والي په توګه د محمد داوود لغماني په ټاکل کېدو سره غواړي دغه ولایت د طالبانو لاس ته ولوېږي.»

د هغه په وینا، محمد داوود لغماني ته به د فاریاب د نوي والي په توګه د کار کولو اجازه ور نه کړي. نوموړی زیاتوي، دوی به په یوه ستر لاریون سره د دغه کار مخه ونیسي.

د ملي جنبش پلویانو په داسۍ حال کې دغه لاریون کړی چې تمه وه نن محمد داوود لغمانی د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه په دغه ولایت کې خپل نوې دنده پېل کړي.



په همدې حال کې یوه سرچینه چې نه غواړي هویت یې څرګند شي، سلام‌وطندار وایي چې د فاریاب د نوي ګمارل شوي والي محمد داوود لغماني الوتکه وړاندې له دې چې د فاریاب ولایت هوایي ډګرکې ښکته شي بېرته ګرځېدلې ده.

د فاریاب ولایت سیمه‌ییزو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې محمد نقیب‌الله فایق د فاریاب والي و، نوموړي د ۱۳۹۷ کال په چنګاښ میاشت کې د فاریاب والي په توګه وګمارل شو او درې کاله یې دنده ترسره کړه. فایق په تېرو کې د اسلامي ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم له نږدې کسانو څخه و.

 د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د روان کال په وري میاشت کې ویلي و چې د دې ادارې په وړاندېز او د ولسمشر محمد‌اشرف غني په منظورۍ یې محمد داوود لغمانی د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه ګمارلی دی. له هغه وروسته د فاریاب ولایت اوسېدونکو د لرې کړل شوي والي نقیب‌الله فایق په ملاتړ اعتراض وکړ. مارشال دوستم هم د نوموړي له ګوښه کېدو سره مخالفت کړی و.

 ولسمشر محمد‌اشرف غني نقیب الله فایق د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه ټاکل کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام