Asset 1SWN

طالبانو فاریاب کې یو پلار او زوی امنیتي ځواکونو ته د اوبو ورکولو په جرم وژلي

اوبه

 

د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، وسله‌وال طالبان تېره شپه د ګرزيوان ولسوالۍ «افغان‌تپه» سیمه کې یوه کور ته ور اوښتي چې پلار او د هغه ځوان زوی یې وژلي دي.

طالبانو د رستم او محمد نسیم په نومونو دغه پلار او زوی امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ له کبله وژلي دي.

یورش وویل، پلار او زوی تېره ورځ امنیتي ځواکونو ته د څښاک اوبه ورکړې وې چې وروسته د طالبانو له خوا ووژل شول.

طالبانو تراوسه دې برخه کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام