د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي: حکومت دې د کابل-جلالاباد دویمه لویه لاره جوړه کړي
د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي د کابلـجلالاباد پر لویې لارې له وروستیو ټرافیکو پېښو وروسته غوښتنه کوي چې د دې لویې لارې دویم سړک دې جوړ شي.
د دوی په وینا، که څه هم له اوږدې مودې راهیسې د یاد سړک سروې بشپړه شوې، خو لا یې هم چارې ټکنۍ دي. د خلکو په خبره، هره ورځ پر دې لارې ټرافیکي مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې هر کال لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کېني.