د سلاموطندار پر مرستیال نورمحمد هاشمي د ناپېژنده وسلهوالو برید
د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلاموطندار راډیو) مرستیال نورمحمد هاشمي پرون مازدیګر د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني پر دویم سړک هغه مهال د ناپېژنده وسلهوالو تر برید لاندې راغی چې له دفتر څخه د کور پر لورې روان و. که څه هم هاشمي په دغه برید کې پر سر ټپي شوی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.