طالبانو بغلان کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي

بغلان کې محلي او امنيتي سرچينې وايي، طالبانو د بغلان – کابل لويې لار کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي دي.

دغه سرچينې چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي سلام‌وطندار  ته وايي، طالبانو تېره شپه «کيله‌ګي» سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په دې نښتو کې چاته زیان نه دی رسېدلی خو طالبانو له نښتو وروسته دوشي ولسوالۍ کې د بغلان ـ کابل لویې لارې پر سر د تېلو ۶ ټانکر سوځولي دي.

تخار کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوې کورنۍ ۲ غړي وژلي

تخار کې ځايي سرچينې او امنيتي مسوولان وايي، دښت‌کلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ملکي کسان وژلي او يو کس يې ټپي کړی دی.

د دښت‌کلا ولسوالۍ مدني فعال حامد قرلق سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه چې د يوې کورنۍ دوه غړي په‌کې وژل وي او يو کس ټپي دی د يادې ولسوالۍ «خمدان» سيمه کې شوې.

کندوز کې د طالبانو بې‌پیلوټه الوتکې پر ۲۱۷ پامیر قول اردو برید کړی

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د طالبانو دوو بې‌پیلوټه الوتکو نن د ۲۱۷ پامیر قول‌ اردو پر یوې برخې بم غورځولی او د پوځ یوه چورلکه یې تخریب کړې ده.

سرچینې وویل، دغه بې‌پیلوټه الوتکې دوه ساعته د پامیر قول اردو پر سر ګرځېدې او افغان ځواکونه یې په رانسکورولو بریالي نه‌شول.

کندوز کې طالبانو ۱۰ امنیتي ځواکونه وژلي

د کندوز د ولایتي شورا غړی خال‌الدین حکیمي وايي، طالبانو تېره شپه د امام‌صاحب ولسوالۍ «اورته‌بوز» سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو غبرګون سره مخ شوي.

غزني کې موټربم چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان دي

 

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، امنیتي ځواکونو له چاودېدونکيو توکو ډک یو موټر چې غوښتل یې د غزني ښار اړوند سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید وکړي، په نښه کړی او چاودنه یې کړې.

سيرت وویل، دغه چاودنه کې ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان شوي.