پرون ماسپښین د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالي کې د مولوي سکندر په جومات کې دننه چاودنه وشوه چې له امله یې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه چاودنې د غندلو ترڅنګ وویل چې په دې چاودنه کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس ساحل نجیب‌الله سلام وطندار ته وویل چې د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالي په مولوي سکندر جومات کې  د تېرې ورځې په برید کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د عامې ورغتیا رییس زیاتوي، پرون د چاودنې وروسته روغتیایي ټیم د پېښې ټپیان د امام صاحب ولسوالي حوزوي او بې پولې روغتونونو ته لېږدولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د کندوز د امنیه قومنداني د امنیت امر دوست‌محمد عبیده وایي، ماین اېښودونکی چاودیدونکي توکي جومات دننه د کتاب په یوه جبعه کې د لمونځ کوونکو ترمنځ ځای په ځای کړي وو.

عبیده د کندوز د عامې روغتیا ریاست له خوا ورکړل شوي شمېرې تاییدوي او وایي چې په ټولو سیمو کې امنیتي مسوولانو ته لارښوونه شوې چې د دې پېښې ټپیانو ته د همکارۍ ترڅنګ امنیت هم تامین کړي. د هغه په وینا، د دې پېښې په اړه د هغوی څېړنې دوام لري او عاملین به یې ډېر ژر ونیول شي.

په همدې حال کې د امام صاحب ولسوالي اوسېدوونکي چې په دې چاودنه کې ټپیان شوي وایي روحي وضعیت یې ښه نه دی.

عبدالغفار چې په دې پېښه کې ټپي شوی وایي: « د ذکر په حال کې وم چې ناڅاپه د چاودنې غږ وشو او څو دقیقې وروسته د خلکو  د چغو او ژړا غږ پورته شو.» د هغه په وینا، په دې پېښه کې یې خپل ۱۲ کلن زوی هم له لاسه ورکړی دی.

د دې پېښې ټپیان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دې جنایت عاملین ونیسي او په جدي توګه دې د خلکو امنیت تامین کړي. دې پېښې ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی. دغه وزارت په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالو زیاتوالی د ژورې اندېښنې وړ بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه بریدونه د هغو ترهګرو اهداف ښیي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: « په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر یوه جومات له برید وروسته په کندز ولایت کې د سنیانو پر جومات برید په ښکاره د بهرنیو اجیر ترهګرو اهداف په ډاګه کوي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، لومړني راپورونه ښيي چې په روانه اوونۍ کې د تاوتریخوالو په لړ کې زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

له دې مخکې د هېواد پخواني جمهوررییس حامد کرزي هم دغه برید غندلی و او هغه یې د افغانانو په وړاندې ښکاره دسیسه بللې ده. هغه زیاته کړې چې له دغو شومو اهدافو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د خلکو شعوري عمل او ملي یووالي او اتفاق دی.

د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم په جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو کې پر بې ګناه او روژه لروونکو خلکو سیستماټیک بریدونه یوه دسیسه وبلله او ویې ویل چې « دا د افغانستان باعزته خلکو سره ښکاره دښمني ده او دې ته بل نوم نه شو ورکولی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 عبدالله د افغانستان له خلکو څخه غوښتي چې د « شیعه او سني وروڼو او خویندو او د هېواد د بېلابېلو قومونو» ترمنځ د یووالي په ټینګولو سره د افغانستان د دښمنانو د دسیسو په وړاندې هوښیار واوسي.

 اسلامي امارت ویاند په ټویټر کې لیکلي و چې د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالي اړوند د « خانقا مولوي سکندر» جومات په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ ملکیان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

 

ښاغلي مجاهد دغه برید غندلی او ویلي چې د دې پېښې عاملین فتنه‌ګر او شریر عناصر دي. هغه ټینګار کړی چې د دې پېښې د عاملینو د نیولو او مجازت کولو لپاره هڅې روانې دي.

په مولوي سکندر جومات کې چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سه دوکان جومات پر لومنځ کوونکو هم ورته خونړۍ برید وشو. په دغه برید کې چې داعش ډلې پر غاړه اخیستی له ۱۰۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام