امریکا په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کرکېلې مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخند‌زاده د تازه فرمان هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه باید عملي شي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شاژدافیر یان مک‌کري نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او تولید ناقانونه اعلانول، یو مثبت ګام دی او د یاد فرمان د پلي کېدو لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مک‌کري ټينګار کړی چې د یوې ښې کرنې درلودل به د افغانستان او خلکو اقتصاد ته ډېره مرسته ورسوي. د اسلامي امارت مشر دوه ورځې وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو پر کرکېلې بندیز ولګوه.

په دغه فرمان کې راغلي چې له دې وروسته، هېواد کې د کوکنارو کښت بند دی او څوک نشي کولای چې د کرلو هڅه یې وکړي. د اسلامي امارت د مشر په یاد فرمان کې ویل شوي، که څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي، د اسلامي شریعت سره سم به سزا ورکول کېږي.

په همدې حال کې دغه فرمان کې د شرابو، هیرویینو، ټابلیټ کا او چرسو پر کارونې، لېږد رالېږد، پېر او پلور هم جدي بندیز لګول شوی دی.

خو د یاد فرمان له صادرولو یوه ورځ وروسته، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د نشه‌يي توکو بیې په کم‌ساري توګه پورته وختلې. په روزګان او کندهار ولایتونو کې د نشه‌يي توکو کاروباریان سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله د تریاکو بیه دوه برابره لوړه شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی په وینا، پخوا به یې یو کیلو تریاک په ۸۰۰۰ افغانۍ پلورل؛ خو اوس یې بیه په یوې ورځ کې ۱۶۰۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده. دوی همداراز زیاتوي چې یو کیلو پاخه تریاک په ۲۵۰۰۰ افغانۍ پلوري، خو پخوا به یې بازار کې په ۱۳۰۰۰ افغانۍ  خرڅول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام