Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ؛ لکناو لوبډله له ممبی سره لوبه کوي

۱۲۱۲

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام لکناو سوپر جاینټز لوبډله له ممبی انډیینز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ «سه‌شنبه د مې ۱۶مه» د لکناو په کورني لوبغالي «بهارت رتنا شري اتل بېهاري وجپايي ایکانا» لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لکناو سوپرجاینټز لوبډله چې دا مهال د ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په څلورم ځای کې شتون لري، له کړیو ۱۲ سیالیو څخه یې شپږ ګټلي، پنځه یې بایللي او یوه سیالي یې د باران له کبله په مساوي توګه پای ته رسېدلې ده.

لکناو لوبډله کې افغان لوبغاړی نوین‌الحق هم لوبېږي. لکناو لوبډله دا مهال ۱۳ امتیازه او ممبی بیا ۱۴ امتیازونه لري.

ممبی انډیینز لوبډله چې د جدول په درېیم ځای کې شتون لري، یاد لیګ کې یې په خپلو وروستیو پنځو سیالیو کې یوازې یو ځل ماته خوړلې او څلور ځله یې بریا خپله کړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو دوو سیالیو کې لکناو سوپر جاینټز لوبډلې دوه ځلې بریا خپله کړې ده. د نن شپې لوبه نه یوازې د دواړو لوبډلو، بلکې د نورو لوبډلو لپاره هم اړینه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روان ای‌پي‌اېل لیګ د جدول څلور لوبډلې دا مهال ۱۲ امتیازونه لري او هره لوبډله نیمه پایلو ته د وتلو لپاره پوره پوره چانس لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام