Asset 1SWN

دایکندي کې د درېوو جلا پېښو پر مهال درې کسان مړه شوي

دایکندی-۱۲-e1662033306431

د دایکندي امنیتي مسوولان او محلي سرچینې وايير چې دغه ولایت کې د درېوو بېلابېلو پېښو پر مهال درېوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دایکندي د امنیې قومنداني ویاند غلام‌علي جاوید سلام‌وطندار ته ویلي، لومړۍ پېښه چې پرون دوشنبه د غویي ۲۵مه د یاد ولایت د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالي د «دهن‌بورګه» ولسوالي په یوه کان کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې، پر مهال یې یو کارګر وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «وژل شوی کس خداداد نومېږي او هغه مهال ووژل شو چې غوښتل یې یوه ډبره د چاودېدونکو توکو په مرسته ماته کړي، خو ماته نشوه او کله یې چې غوښتل چاودېدونکي توکي له ډبرې لرې کړي، چاودنه یې پرې کړې چې له امله یې وژل شوی دی.»

بل‌خوا یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالي «دهن‌غرغوله» کلي کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یوه اومېندواره مېرمن مړه شوې ده.

پېښه د دوو موټرسایکلو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې چې یاده مېرمن روغتون ته  تر رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکړې ده.

په یوه بله پېښه کې چې دغه ولایت کې رامنځته شوې، یو ماشوم اوبو ته لوېدلی او مړ شوی دی. د سرچینې په وینا، یاد ماشوم غوښتل له ویالې څخه اوبه وڅښي، خو اوبو ته لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ په سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالي کې یو کس له یوه پله لوېدلی او مړ شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام