Asset 1SWN

دایکندي کې د بېلابېلو پېښو له امله درې کسان مړه شوي

Daikundi-City

د دایکندي په بېلابېلو سیمو کې د  ټرافیکي او امنیتي پېښو له کبله درېوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادې ټرافیکي پېښې د دغه ولایت په شهرستان، پاتو او میرامور ولسوالیو کې رامنځته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، پرون سه‌شنبه د غويي ۱۹مه د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي په «چبراسک» بازار کې یوه کس د «امین» په نوم کس د چړې په وسیله وژلی دی.

د سرچینې په وینا، وژل شوی او قاتل دواړه پر نشه‌يي توکو روږدي وو او قاتل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

 په ورته مهال بله پېښه کې بیا د شهرستان ولسوالي د کرنې مدیر «ملاروزي» د یاد ولایت اړوند پاتو ولسوالي «دره» کلي کې د موټرسایکل چپه‌کېدو له امله مړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه کس د روزګان د ګېزاب ولسوالي اوسېدونکی و. بل‌خوا په یوې بله پېښه کې بیا یو ۱۲کلن ځوان د میرامور ولسوالي اړوند «برکر» کلي کې له غره څخه لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام