د فاریاب د نوې رامنځته شوې «خېبر» ولسوالي په قرايي سیمه کې د تېرې اوونۍ د جمعې پر ورځ (د غبرګولي پنځمه) د «المعراج تارشي» په نوم جامع جومات پرانېستل شو.
دغه جومات چې په یوه وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خېبر ولسوالي، ولسوال نورالله نوري د یاد جومات پرانېستو مراسمو کې وویل: «د دغه جومات د بنسټ ډبره لومړی د مرحوم حاجي عبدالوهاب تارشي له لوري کېښودل شوې وه، خو د نوموړي له مړینې وروسته د هغه د خور بيبي حاجي معراج میمنګي او د نوموړې د زامنو په مالي ملاتړ یې پاتې چارې بشپړې شوي دي.»
نوري زیاته کړه چې د دغه جومات په جوړولو کې د قرایي سیمې اوسېدونکو اووه میلیونه افغانۍ ورکړي او پاتې لګښت یې د بيبي حاجي معراج میمنګي او د نوموړې د زامنو له لوري ورکړل شوی دی.
د خېبر ولسوال د بيبي حاجي معراج میمنګي او د نوموړې د زامنو په ځانګړې توګه حاجي محمدتارشي له دې اقدام د هرکلي ترڅنګ وايي: «د قرايي سیمې اوسېدونکو د جومات نه درلودو له امله د لمونځ او نورو دیني مراسمو د ادا کولو برخه کې له ستونزو سره مخ وو چې اوس دا ستونزه حل شوه.»
په ورته مهال بيبي حاجي معراج میمنګي چې له ترکیې څخه د دغه جومات د پرانېستلو لپاره «قرايي» سیمې ته راغلې، وايي، د المعراج تارشي جامع جومات د رغېدو چارې «دین ته د خدمت او د عبادت او نورو دیني مراسمو برخه کې د قرايي سیمې د اوسېدونکو د ستونزو هواري» په موخه د دې او د نوموړې د زامنو په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي.
هغې وویل: «د دغه جومات د رغېدو پر چارو ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او دیني عالمانو او محلي مسوولانو سره په همغږۍ، نن د قرانکریم له ختم وروسته پرانېستل شو.»
په ورته وخت کې بيبي حاجي معراج میمنګي په یادو مراسمو کې دغه جومات ته د ځمکې ځانګړې کولو له امله د قرايي سیمې له اوسېدونکو مننه وکړه.
بلخوا د المعراج تارشي جامع جومات د رغېدو پر چارو څارونکی سیدنور محمد د دغه جومات پرانېستلو مراسمو ته وویل: «دغه جومات په ۷۵۰ متر مربع ځمکه جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.»
هغه همداراز د بيبي حاجي معراج میمنګي او د نوموړې د زامنو له مالي ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه: «د دغه جومات په جوړېدو سره د خېبر ولسوالي د قرايي سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل شوې.»
په ورته مهال د المعراج تارشي جامع جومات د پرانېستلو مراسمو کې یوشمېر نورو ویناوالو بیا له بيبي حاجي میمنګي او د نوموړې له زامنو غوښتنه وکړه چې په نورو بېلابېلو برخو کې هم خپل د خیرخېګڼو کارونو ته دوام ورکړي، ځکه په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې خلک د ورته خیرخواه خلکو ملاتړ ته اړتیا لري.
له دې وړاندې هم د بيبي حاجي معراج میمنګي او د نوموړې د اولادونو له لوري د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د یوه جومات محراب، المار ولسوالي کې د عبدالرب تارشي جومات، قوشتپه کلي کې د «المعراج عمر» مدرسه او تخار کې د «المعراج للبنات» د نجونو مدرسه هم جوړ کړي دي.