بدخشان کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې نن یکشنبه د غبرګولي اوومه د یاد ولایت مرکز فیض‌اباد اړوند سیمه کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، یادې نجلۍ د فیض‌اباد ښار د درېیمې حوزې اړوند شورابک سیمه کې سیند ته ځان اچولی او ځان‌وژنه یې کړې ده.

پېښو ته د رسېدو وزارت: یوې میاشت کې د طبیعي پېښو له امله ۴۲ کسان مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال د طبیعي پېښو له کبله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲ کسان مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، په دغو سېلابونو کې د هستوګنې سلګونه کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۱۹زره جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.

د ترکیې ټاکنې؛ افغان کډوالو د خپل برخلیک ټاکلو لپاره رایه کارولې

د ترکیې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې نن یکشنبه د مې ۲۸مه دغه هېواد کې پر ځای وخت سهار ۸ بجې پیل شوې دي.

دغو ټاکنو کې چې د ترکیې اوسني ولسمشر رجیب‌طیب اردوغان او د هغه سیال کمال قلیچ‌دار اوغلو ترمنځ کېږي، د ترکیې بهرني سیاست او اقتصاد ترڅنګ، د کډوالو موضوع یې تر ټولو اساسي مسایلو څخه بلل کېږي.

فاریاب کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو جامع جومات پرانېستل شو

د فاریاب په نوې رامنځته شوې «خېبر» ولسوالي په قرايي سیمه کې د تېرې اوونۍ د جمعې پر ورځ (د غبرګولي پنځمه) د «المعراج تارشي» په نوم جامع جومات پرانېستل شو.

دغه جومات چې په یوه وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.