Asset 1SWN

اسلامي امارت د تورخم لاره د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ وتړله

A gate at the Torkham border crossing.

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د تورخم لاره د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تر بلې خبرتیا پورې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د تورخم کمیسار محمدصدیق خالد وايي چې دغه لاره یکشنبه شپه د سلواغې ۳۰مه د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ تړل شوې او پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پاکستاني لوري پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او یاده لاره یې د اسلامي امارت د چارواکو له لارښوونو سره سم تړلې ده.

د تورخم بندر کمیسار د یادو ژمنو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم په دې تړاو جزییات ورکړي دي. محمدصدیق خالد له خلکو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې دې تورخم بندر ته مراجعه نه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لاره تړل کېږي، له دې وړاندې هم په وار وار دغه لاره تړل شوې چې د دواړو لوریو مسافر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام