په افغانستان کې له ټولنیز ژوند څخه د افغان ښځو څنګ ته کولو په تړاو د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنې سره هم‌مهاله، یوشمېر افغان ښځې چې په تېرو دوو کلونو کې یې دندې له لاسه ورکړي وايي، له ټولنې څخه ګوښه کېدو یې پر اقتصادي، ټولنیز او اروايي ژوند ناوړه منفي اغېزې کړي او هره ورځ تدریجي مرګ تجربه کوي.

د کابل ښار د افشارو سیمې اوسېدونکې فرخنده چې مخکي يې په یوه بهرني بنسټ کې کار کاوه، خو اوس وزګاره شوې وايي، د ګټې وټې په له لاسه ورکولو سره يې ژوند ورځ په ورځ سختېږي او د ژوند د اړتیاوو پوره کولو وسه له لاسه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «کله مې چې کار له لاسه ورکړ، پر انګېزې مې یې ډېر منفي اغېز وکړ. کله چې فکر کوم، سر مې درد کوي، فکر کوم له ټولنې لرې شوم، هر څه مې له لاسه ورکړل. فکر کوم دا چې ښځه یم، په ټولنه کې د کار حق نه لرم.»

شبانه او شبنم چې د تېر اسلامي جمهوري نظام له ړنګېدو وړاندې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه وايي، له کلونو راهیسې یې هڅه کړې چې د ژوند ستونزې را کمې کړي، خو زیاتوي چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی زیاتوي:

«کله مې چې کار له لاسه ورکړ، په ژوند کې مې هر څه بدل شول. ماشومانو مې نور هغه خواړه ونه موندل چې مخکې به یې خوړل. جامې یې بدلې شوې. دا مې هره ورځ ځوروي او هره ورځ تدریجي مرګ تجربه کوم.»

«کله چې وزګاره شوم، د بې‌ارزښتۍ حس مې پیدا کړ. د ژوند ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتې شوې. روحي او اقتصادي فشارونه د سړي ملا ماتوي. ماشومان مې خصوصي ښوونځي ته تلل، نور ونه توانېدل چې ولاړ شي. د ماشومانو خواړه او جامې هر څه یې بدل شوي.»

په همدې حال کې ټولنپوه بسم‌الله یاوري وايي، له ټولنې څخه د ښځو ګوښه کېدل او د کار مخنیوی به یې په اوږدمهال کې په ټولنه کې د تاوتریخوالي، اروايي ناروغیو او بې‌وزلۍ زیاتوالي لامل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «کله چې ښځې له ټولنې لرې شي، د ټولنې ټولیزه انګېزه کمزورې کېږي. کوچنۍ نجونې چې اوس زده‌کړې کوي، پر خپلې راتلونکې بې‌باوره کېږي. همدارنګه، راتلونکي واکمن او نارینه کلیشه‌يي باورونه پیدا کوي چې له ښځو پرته ټولنه کېدای شي فعاله واوسي.»

افغان مېرمنې له ټولنې څخه د ګوښه کېدو او کار ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي. اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه واک ته له رسېدو سره سم پر افغان نجونو او ښځو پراخ محدودیتونه ولګول چې له کبله یې میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې او لسګونه زره ښځې هم وزګاره شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام