Asset 1SWN

شنونکي: له افغانستان د ګواښ پېښېدو په پلمه پاکستان غواړي له نړۍ باج واخلي

khawaja-asif-1

پاکستان د ځینو هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره څه ناڅه ښې اړیکې لري او نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل برخه کې یې هم خپلې هڅې کړې دي.

خو له دې نږدې اړیکو سره سره بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ د «ټي‌ټي‌پي‌» ډلې په اړه په دې وروستیو کې خبرې ښکته او پورته شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سره له دې چې پاکستان د ا.ا په منځګړیتوب ټي‌ټي‌پي سره خبرې هم وکړې، خو د دغو خبرو په بې‌پایلې پاتې‌کېدو سره، اسلام‌اباد څو ځلې له یادې ډلې او افغانستان کې یې حضور څخه اندېښنې څرګندې کړې دي.

له څه مودې راهیسې، د پاکستاني چارواکو څرګندونې او اندېښنې نورې هم ډېرې شوي دي. سره له دې چې ا.ا تر دې وړاندې په وار وار پاکستان ته ډاډ ورکړی چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي، څو له افغان خاورې د پاکستان پر ضد کړنې وکړي، خو د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمداصف یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اسلامي امارت له همکارۍ پرته به ټي‌ټي‌پي له‌منځه یوسي.

هغه له اسلامي امارت څخه هم غوښتنه کړې چې د دوحې هوکړې پر بنسټ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.

له ترهګرۍ څخه د پاکستان د اندېښنو زیاتېدو سره هم‌مهاله، یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان غواړي د ټي‌ټي‌پي مسلې څخه په استفادې یوه استخباراتي لوبه پر لاره واچوي او پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني او نړۍ څخه باج ترلاسه کړي.

د سياسي او امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځي په دې اړه وویل: «پاکستان د سیمې هېوادونو او نړۍ سره یوه خطرناکه مسله پرمخ وړله. دغه هېواد په تېرو څلوېشتو کلونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېرې پیسې لاسته راوړلې، بیا هم غواړي باج واخلي.»

پاکستان تر دې وړاندې تل خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورن شوی دی. خو د چارو ځینې نور شنونکي وايي، پاکستان په دا ډول څرګندونو سره هڅه کوي چې له ترهګرۍ څخه د نه‌ملاتړ په برخه کې د نړیوالو پر وړاندې ځان سپین وښيي.

دوی ټینګار کوي چې که پاکستان ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ژمن دی، لومړی باید خپلو پلو او ډیورنډ کرښه کې ستونزې حل او کنټرول پرې ډېر کړي.

د دوی په وینا، که افغانستان څخه رښتیا هم پاکستان ته ګواښ متوجه وي، پاکستاني چارواکي باید اسلامي امارت سره اسناد او مدارک شریک کړي.

خو دا یوازې پاکستان نه دی چې افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونو څخه اندېښنه ښيي، نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو هم تېرو دوو کلونو کې څو ځله ورته اندېښنې مطرح کړي دي.

د امنیتي مسایلو څېړونکي صادق شینواری وايي، اړتیا ده چې دغو اندېښنو ته د رسېدو لپاره د سیمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ یو مرکز جوړ شي.

هغه وویل: «که پاکستان غواړي چې دا ستونزه حل شي، باید د سیمې په کچه د همغږۍ یو مرکز جوړ شي. هغه هېوادونه چې خطرناکې ډلې په‌کې شتون لري، استخباراتي اطلاعات دې شریک کړي او د مهار لپاره دې همغږۍ رامنځته کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې ټولو سربېره، داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې اسلامي امارت او پاکستان ډیورنډ فرضي کرښې څخه د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي د غړیو لېږد په اړه هم هوکړه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام