د بلخ امنیتي سرچینو د مزارشریف ښار د درېیمې او لسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې د دوو چاودنو خبر ورکړی دی. دا چاودنې نن ماښام ۷ بجې د مزارشریف ښار په مرکز کې شوې دي.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف سلام‌وطندار ته وویل چې لومړی چاودنه د مزارشریف ښار د  لسمې امنیتي حوزې اړوند په «کارته اریانا» سیمه کې او دویمه چاودنه د دغه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د « سلطان غیاث‌الدین» ښوونځي څنګ کې شوې ده چې په پایله کې یې ۹ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چاودنې په ټونس او  فلانکوچ ډوله مسافر وړونکو موټرو کې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې دي. د پېښې شاهدان د پېښې تلفات تر اعلان شویو شمېرو ډېر یادوي. وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړې دي.

د دې چاودنو مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی. خو مخکې له دې د ورته چاودنو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه اخیسته.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې په مزارشریف ښار کې شیعه مېشتې سیمو باندې بریدونه کېږي او د بلخ د اوسېدوونکو اندېښنې یې راپارولې دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام