Asset 1SWN

د ا.ا او ایراني ځواکونو د نښتې پای؛ دوه کسان وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي

ایران جګړه

په نیمروز کې سرچینې وايي چې د ا.ا او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده. د سرچینو په وینا، په یاده نښته کې د هر لوري یو-‌‌یو کس وژل شوی او د ملکیانو په ګډون، یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده نښته (د غبرګولي په اوومه، د شنبې ورځ) ماسپښین مهال پیل او څو ساعته یې دوام وکړ. سرچینه زیاتوي چې دواړو لوریو په دې نښته کې سپکې او درنې وسلې کارولې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینه وايي، په نښته کې یو د اسلامي امارت سرتېری او یو هم د ایران سرتېری وژل شوی او په نیمروز کې د درېوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون، د دواړو لوریو یوشمېر کسان ټپیان شوي چې په خبره یې، کره شمېر یې تر اوسه روښانه نه‌دی.

په نیمروز کې محلي مسوولان هم د اسلامي امارت او ایراني لوري د یوه‌-یوه سرتېري وژل کېدل مني او وايي، نښته نن مازدیګر د دواړو لوریو د مشرانو ترمنځ له خبرواترو وروسته پای ته رسېدلې ده.

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب‌الله الهام د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالنافع ټکور له قوله ویلي چې لومړی ایراني لوري د اسلامي امارت پر ځواکونو ډزې کړي چې له غبرګون سره مخامخ شوي دي. هغه د اسلامي امارت د یوه غړي د وژل کېدو پخلی کوي او زیاتوي چې د دواړو خواوو یوشمېر ځواکونه ټپیان شوي هم دي.

په نیمروز کې محلي سرچینې وايي چې د اسلامي امارت او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته نن سهار شاوخوا یوولس بجې د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالي کې پیل او تر مازدیګره یې دوام کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، د پولې دواړو خواوو ته یوشمېر کورنیو د جګړې له کبله خپلې مېنې پريښي، خو له پای ته رسېدو وروسته بېرته ور ګرځېدلي دي.

تر اوسه د اسلامي امارت او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتې پیلېدو لامل نه‌دی په ډاګه شوی، خو تر دې مخکې هم د دواړو لوریو ترمنځ ورته نښتې شوي چې له کبله یې یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام