Asset 1SWN

د هېواد په یوولس ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

polio-vaccine-pakistan

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې نن «دوشنبه، لړم لومړۍ نېټه» یې د هېواد په یوولس ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته وویل چې دغه کمپاین کابل، نورستان، کاپیسا، پروان، خوست، پکتیا، پکتیکا، تخار، کندز، بغلان او غزني ولایتونو کې پیل شوی چې تر راتلونکې پنجشنبې به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې تېرو درېوو ورځو راهیسې ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې هم د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې په ټوله‌ییزه توګه به ۱۴ ولایتونو کې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۶.۳ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

هغه وویل: «په یوولس ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین نن پیل شو چې البته په عموم کې دغه کمپاین ۱۴ ولایتونو کې پلی کېږي چې کونړ، ننګرهار او لغمان کې د کتوبر ۲۱مه پیل شوی او ۶،۳۵ میلیونه ماشومان به واکسین شي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان له هېوادوالو غواړي چې د واکسین د تطبیق په برخه کې واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، څو ماشومان یې پر دغې ناروغۍ اخته نه‌شي.

په ورته وخت کې یوشمېر کورنۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېدو څخه هرکلی کوي. د کابل اوسېدونکي شېرمحمد وویل: «نن واکسیناتوران راغلي چې تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین شي او موږ غواړو چې ماشومان مو واکسین شي او کورنۍ هم باید خپل ماشومان واکسین کړي.»

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې د درملنې وړ نه‌ده، خو یوازې یې د واکسین له لارې مخه نیول کېدای شي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۰۲۳ کال هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار کې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

تېر کال بیا هېواد کې یوازې دوه د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې یوه یې کونړ او بله یې هم پکتیا کې وه. د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې اوس هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ له‌منځه نه‌ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام