Asset 1SWN

د کندهار او روزګان مسوولان: د سر په بیه د بهرنیو اسعارو د کارونې مخه نیسوو

لللللللللللللللللللللل

د هېواد د دوو سوېلي ولایتونو کندهار او روزګان محلي مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې د افغانۍ دودولو ته جدي دي او د سر په بیه به د بهرنیو اسعارو مخه نیسي.

د یادو ولایتونو مسوولانو پرون یکشنبه د تلې ۳۰مه په یوې جوړې شوې غونډه کې وویل، اجازه نه‌ورکوي چې څوک دغه ولایتونو کې بهرني اسعار وکاروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې غونډه کې د کندهار مرستيال والي حيات‌الله مبارک ویلي چې  د بهرنيو اسعارو مخنیوی د حکومت او ولس دنده ده او په وینا یې، مخه یې باید ونیول شي.

نوموړی ډاډ ورکړی چې د بهرنيو اسعارو د مخنيوي لپاره حکومت په کافي اندازه افغاني بانک‌نوټونه لري چې کولای شي د بازار اړتیا پوره کړي.

په ورته مهال د روزګان والي محمدعلي جان‌احمد بیا دې غونډه کې وویل، هغه کسان چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي، مالونه به یې ضبط شي. د نوموړي په وینا، دې ولایت کې په بشپړه توګه د بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادو ولایتونو چارواکي داسې مهال د بهرنیو اسعارو مخنیوي خبره کوي چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان بانک په ټول هېواد کې د بهرنیو اسعارو پر راکړې ورکړې بندیز ولګاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام