Asset 1SWN

ډنډپټان کې په ۱۰۰زره ډالرو پاکستان ته د تلونکو ناروغانو لپاره روغتون جوړ شوی

ډنډپټان

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د بېړنیو ناروغانو لپاره جوړ شوی روغتون پرانېستلو شو.

دغه روغتون نن دوشنبه د «لړم لومړۍ نېټه» د پکتیا محلي مسوولانو له‌خوا پرانېستل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت مسوولانو د دغه روغتون پرانېست‌غونډه کې وویل چې دغه روغتون د هغو بېړنیو ناروغانو لپاره جوړ کړی چې په ځنډ پاکستان ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي.

جوړ شوی روغتون چې په مجهزو طبي وسایلو سمبال دی، په لنډ‌‌مهاله توګه په‌کې پاکستان ته د اوښتونکو ناروغانو درملنه کېږي.

د پکتيا مرستيال والي انعام‌الله صلاح‌الدين دې مراسمو ته وویل چې دغه روغتون کې به له بېړنیو ناروغانو په سمه توګه ساتنه او درملنه کېږي.

د نوموړي په وینا، یاد روغتون د ترکیې د «نداء الخیر ټولنې» په مالي لګښت د نصیر خیریه بنسټ په همکاري جوړ شوی دی.

  هغه زیاتوي چې یاد روغتون په ۱۰۰زره امريکايي ډالرو جوړ شوی چې بېړنۍخونه، د ښځینه‌وو معیاري انتظارخونې، مجهز لابراتور، درملتون، جومات او نور اړوند اسانتیاوې په‌کې برابرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولانو همداراز ژمنه وکړه چې ياد روغتون کې به نورې اسانتیاوې او امکانات هم برابر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام