Asset 1SWN

بلخ کې کارګر: ټوله ورځ په وچه خوله تېرو، خو څوک مو کار ته نه‌بیايي

سسسسسسسسسسس

د بلخ مرکز مزارشریف څلور لاره کې هره ورځ ګڼ‌شمېر کارګر په دې هیله ناست وي چې څوک به د مزدورۍ یا کار کولو لپاره پرې غږ وکړي.

خو دغه څلور لاره کې ناست یو‌شمېر کارګر وايي چې د وزګارتیا له امله پوزې ته راغلي او په ورځو ورځو ورته کار نه پیدا کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر دغه کارګر چې له فاریاب او څنګ‌لورو ولایتونو د مزدورۍ لپاره دغه ولایت ته ورغلي، سلام‌وطندار ته وویل چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او وزګارتیا هم خپل حد ته رسېدلې ده.

د فاریاب اوسېدونکي عتیق‌الله وویل: «له فاریاب د کار لپاره راغلی یم، یوه ورځ کار شته، لس ورځې نشته. هره ورځ د کوټې کرایه ورکوو، خو عاید نه‌لرو. یو څوک چې کارګر پسې راشي، سل کسان پسې ورځي.»

په ورته مهال د مزارشریف ښار اوسېدونکی شېراحمد بیا وايي چې د وروستیو ورځو پر مهال اوونۍ کې یو ځل هم ورته په ستونزه کار پیدا کېږي. «پخوا ښه و، خو اوس اوونۍ کې یو ځل هم نه‌پیدا کېږي، له سهار تر ماښامه په وچه خوله په تمه یو چې څوک به مو کار ته بوځي.»

دغه کارګران له سرپرست حکومت غواړي چې د صنعتي شرکتونو او تولیدي کارخونو په جوړلو سره د کار کولو زمینه ورته برابره کړي.

یوه بل کارګر سیدمحمد وویل: «له حکومت مو غوښتنه ده چې د دایمي کار کولو زمینه راته برابره کړي، که معاش یې هم کم وي، بسنه کوي، موږ د یوې ډوډۍ پیسې غواړو.»

بل‌خوا د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي، هڅه کوي چې کارګر د پراختیايي پروژو کارونو ته جذب کړي.

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس نصیراحمد ابوخالد وویل: «هغه ځوان چې څلور لارو ته د کار موندلو لپاره راځي، موږ کوښښ کوو چې پراختیايي او زېربنايي پروژو کې یې جذب کړو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

افغانستان کې وزګارتیا له کلونو راهیسې یوه ننګونه ده چې دې چارې ګڼ‌شمېر ځوانان اړ کړي چې پردیو هېوادونو کې مزدورۍ ته کډه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام