یوشمېر متقاعدان وايي چې تر اوسه یې د سږ کال معاشونه نه دي ورکړل شوي او د ترلاسه کولو لپاره یې هره ورځ اړوندو ادارو ته ورځي. دوی شکایت کوي چې مسوولان بېلابېلې پلمې ورته کوي او د معاشونو د نه ورکړې کره نېټه نه ورته ښيي.

رضاخان او عبدالله هغه متقاعدان دي چې څو ځله اړوندو ادارو ته ورغلي، خو په وینا یې، نه یې معاشونه ورکړي او نه یې هم د ورکولو نېټه ور په ګوته کوي. د دوی په وینا، هره ورځ په موټرو کې کرایې ورکوي او دلته یې هم کارونه نه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه متقاعدان له ژونده سر ټکوي او وايي، د عاید یوازینۍ سرچینه یې همدا د تقاعد حقوق دي او اوس هغه هم نه ورکوي.

شفیقه یوه بله متقاعده ده چې په وینا یې، یتیمان ور له غاړې دي او په کور کې هم خواړه نه لري. د هغې په خبره، سوالګري نه کوي او نه یې هم تر اوسه لورانې له کوره را اېستلې دي. نوموړې غوښتنه کوي چې د تقاعد پیسې دې یې ورکړي.

خو د مالیې وزارت د متقاعدانو د حقونو نه ورکړې ستر لامل د برښنايي پېژندپاڼو نه لرل دي او په وینا یې، یاد سېسټم تر اوسه نه دی فعال شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وايي، تر اوسه یې د شپېته زره متقاعدانو حقونه  ورکړي او د برښنايي پېژندپاڼو د وېش پروسې په بشپړېدو سره به نورو هغو هم ورکړي.

متقاعدان داسې مهال د خپلو حقونو د نه ورکړې په اړه شکایت کوي چې د دولتي ادارو ګڼ‌شمېر برحاله کارکوونکو هم تر اوسه د خپلو وروستیو څو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام