Asset 1SWN

متقاعدان: حقوق مو نه‌دي راکړل شوي؛ مالیې وزارت: طرحه مو مشر ته استولې

خزینه-تقاعد

د تقاعد شویو پولیسو ټولنه وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې حقوق نه دي ترلاسه کړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

د یادې ټولنې رییس شکرالله امانزوی سلام‌وطندار ته ویلي، د متقاعدینو یوازینۍ هیله د دوی حقوق دي او په وینا یې چې له تېرو دوو کلونو  راپدېخوا یې نه دي ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د متقاعدینو یوازینۍ هیله خدای او تقاعد دی او بل کوم عاید نه لري چې ډېری متقاعدینو نه دی ترلاسه کړی. دوه کاله کېږي چې متقاعدینو  حقوق نه دي ترلاسه کړي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

په ورته مهال یوه بل متقاعد یحیی کوهدامني وايي چې د مخکیني حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده لرله چې اوس تقاعد او په کور  کېښنول شوی دی.

د نوموړي په وینا، د یوې اووه کسیزې کورنۍ یوازینۍ ډودۍ راوړونکی دی او د تقاعد نه ورکړې له امله اړ دی چې د خپل کور توکي وپلوري.

نوموړي وویل: «د ژوند پرمخ وړلو لپاره اړ شوی یم چې خپل د کور ټول توکي خرڅ کړم او راروان ژمي کې خپل کور او ځانونه پرې ګرم کړو.»

بل لور ته بیا د مالیې وزارت ویاند احمد‌ولي حقمل ډاډ ورکوي چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره جوړ شوی طرزالعمل یې د داسلامي امارت مشرتابه ته د منظوري په موخه لېږلی دی.

د هغه په خبره، د مشرتابه له تایيد سره سم به د ټولو متقاعدینو حقوق ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د متقاعدینو د ټولنې د مالوماتو له مخې اوس ټول هېواد کې د ښځینه‌وو په ګډون ۱۴۹زره متقاعدین شتون لري چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي .

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام