کابل کې د متقاعدو اعتراض؛ «اسلامي امارت مو د تقاعد حقوق نه راکوي»

یوشمېر متقاعدان چې کابل کې د مالیې وزارت د متقاعدو د معاشونو ورکړې ریاست مخې ته راټول شوي وو، شکایت کاوه چې اسلامي امارت یې له تېرو دوو کلونو راهیسې د تقاعد حقوق نه‌دي ورکړي چې له کبله یې بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، لسګونه کاله یې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال په ملکي او نظامي برخو کې خدمت کړی، خو اوس پر کور کېنول شوي او اسلامي امارت یې هم د تقاعد حقوق نه ورکوي.

متقاعدان: له یوه کال راهیسې مو حقونه نه‌دي اخیستي، ستونزو سره مخ یوو

یوشمېر افغان متقاعدان شکایت کوي چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې خپل کلني حقونه او امتیازونه نه‌دي اخیستي او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی ادعا کوي چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ راهیسې یې څو ځله د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره غږ پورته کړی، خو چا مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.